پامير د لوړو زده کړو مؤسسه

پامير پوهنتون هم یو له خصوصي پوهنتونو څخه دی، چې په په ۱۳۹۰ ه.ش کال کې يې په خوست کې په فعاليت پیل کړئ دی. پامير پوهنتون په جنوب ختيڅ زون کې لومړنی پوهنتون دی، چې د لوړو زده کړو له وزارت سره ثبت دی.ګڼه ۴۰/۷۲. پامير پوهنتون اوس مهال د لېسانس په برخه کې د کمپیوټر ساينس، اقتقصاد، حقوق او انګليسي ادابياتو رشتې لري، او همداډول د ډي بي ای، ډي ای ټي او ډي اي ايل درې برنامې هم چلوي، چې د هېواد په داخل او خارج کې يې اکثره فارغین په دندو بوخت دي. پامير پوهنتون د هېواد د بچيانو په علم،اخلاقو،کورنۍ او ټولنيزې روحيې او اسلامي ارزښتونو سمبال روزنه کې تل د خپل شعار( کيفيت زموږ هدف دی.) مطابق هڅه کړيده تر څو ټولنې ته په ځان بسيه کدرونه وړاندې کړي.

آيا تاسو د پامير پوهنتون څخه فارغ ياستئ؟

که چېرې تاسو له پامیر پوهنتون څخه فارغ يئ، نو دلته مو د فراغت معلومات موندلی شئ.

خبرتياوې

د پوهنتون اړوند وروستۍ خبرتياوې دلته ترلاسه کړئ.

وروستي خبرونه

وروستي خبرونه دلته ولولئ.

کتابونه

زموږ له برېښنايي کتابتون څخه مختلف ډوله کتابونه لوستلی او ښکته کولای شئ.

وروستي خبرونه

وروستي خبرونه دلته ولولئ.

5 ورځي دمخه

د خوست ولایت مقام په مشرۍ ځانګړې غونډه کې د پامیر پوهنتون د رئیس پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل ګډون

نن ورځ یکشنبه د میزان په ۱۵ نېټه د خوست ولایت مشرتابه په مشرۍ ځانګړې غونډه ترسره شوه چې پکې د خوست ولایت د اقتصاد ریاست رئیس مولوي اخترمحمد عکرمه، د پامیر پوهنتون رئیس او دجنوب ختیځ زون د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې مسؤول پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل او ددې ولایت صنعت کارانو او بېلابېلو کمېټو استازو ګډون کړی و. یاده غونډه چې د خوست ولایت په کچه د یوه صنعتي نندراتون د جوړیدو په هلکه جوړه شوې وه، له ټولو صنعت کارانو او نماینده ګيو استازو څخه هیله وشوه چې په دې نندراتون کې په پراخه توګه برخه واخلي. په عین وخت کې په دې غوڼده کې د صنعت کارانو او بېلابېلو تجارتي نماینده ګیو ستونزې هم واوریدل شوې، چې د اړوند مسؤلینو لخوا د ګډو ناستو په ترڅ کې د هواري ډاډ ورکړل شو. له صنعت کارانو او بېلابېلو تجارتي نماینده ګیو استازو سره په دې ځانګړې غونډه کې پوهنوال نیکمل وویل د خصوصي پوهنتونونو مالي برخه کې زیات مالیات، خصوصي برخې ته د دولت نه پاملرنه، د تشبثاتو په اړه د کړنلارو نه رعایت او له تشبثاتو څخه نه ملاتړ د هغو ستونزو څخه دي چې د نوموړي په وینا زیات منفي تاثیر یې په پوهنتونو وارد کړی دی. پوهنوال نیکمل په ورته وخت کې د ګنجینه شرکت لخوا د خوست ولایت د صنعت کارانو په مرسته د یوه ملي نندراتون هرکلی وکړ او د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې خپل شتون ثابت کړي. پوهنوال نیکمل د اقتصاد ریاست له مسؤولینو وغوښتل چې د مارکیټینګ په واسطه د صادراتي توکو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړي، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره وړ شونتیاوې او هڅونې رامنځته کړي او د سوداګرو لپاره دې تخنیکي او معلوماتي خدمات تشکیل شي. د یادونې وړ ده چې پامیرپوهنتون، په ټوله کې د جنوب ختیځ زون خصوصي پوهنتونونه هڅه کوي چې په بېلابېلو مواردو کې د ټولنې په پرمختګ کې پراخ رول ولوبوي او د محصلینو د روزولو د رسالت سربېره د ټولنیز نظام په وده او حاکمیت کې خپل نقش غښتلی وساتي. نشراتو او عامه اړیکو آمریت

نور ولولئ >
1 اونۍ دمخه

پامیر پوهنتون خپله نوبتي اداري غونډه ترسره کړه.

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د میزان پر (۹) مه نېټه پامیر پوهنتون مهالنۍ اداري غونډه ترسره کړه. دا غونډه چې د پامیر پوهنتون د رئیس پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل په مشرۍ داېره شوې وه، د پوهنتون مرستیالانو، پوهنځيو رئیسانو، دیپارټمنټونو آمرینو ، اداري او تدریسي کارکوونکو پکې ګډون کړی و. په دې غونډه کې د لوړو زده کړو محترم وزارت د نظارت ریاست د پلاوي د ارزونې په تړاو بحث ترسره شو او ټینګار وشو چې د ارزونې په پایله کې شوې سپارښتنې باید عملي شي. په دې غونډه کې د پامیر پوهنتون رئیس پوهنوال نیکمل وویل چې اداري غونډو هدف دا دی چې د شریکو نظریاتو په پایله کې وکولای شو د لوړو زده کړو ارمان تحقق کړو او ولس ته د چوپړتیاوو اغېز څو برابره کړو. نوموړي د غوره اداري اړیکو، همغږۍ همدارنګه په وظیفوي برخه کې د کارکوونکو په جدیت خبرې وکړې. په ورته وخت کې د خپلمنځي ناستې نورو ګډونوالو هم د موضوعاتو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل او وویل چې د امکاناتو د شونتیاوو په صورت کې به خپل مسؤلیتونه په غوره ډول سرته رسوي. دا په داسې حال کې ده تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت د نظارت ریاست پلاوي د پامیر پوهنتون په عمومي ارزونه کې بېلابېلا معاونیتونه، پوهنځي ، آمریتونه ، مدریتونه، محصلان او درسي تخنیکي موضوعات د ارزوني او څارنې په پایله کې ګټور وبالل او په ځینو مورادو کې یې خپل نظریات او لارښوونې د وروستیو اصلاحاتو په موخه د پوهنتون له ادارې سره شریک کړل.

نور ولولئ >
1 اونۍ دمخه

د لوړو زده کړو محترم وزارت د نظارت ریاست پلاوي د پامیر پوهنتون د اکاډمیکو او اداري فعالیتونو څخه عمومي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې  د لوړو زده کړو وزارت  د اکاډمیکو چارو د څارنې او اروزنې ریاست پلاوي د محصلانو چارو د خصوصي لیسانس د څار او ارزونې عمومي مدیر یامین شمس، د امارتي لیسانس د علمي چارو د څارنې او ارزونې عمومي مدیر مولوي عنایت الله برهاني،  د فوق لیسانس د علمي چارو د څارنې او رزوني مسلکي غړي عبدالحمید سکندري، د خصوصي لیسانس د محصلانو چارو د څارنې او ارزونې مسلکی غړي ښاغلی سید زین الله عمر، د پامیر  پوهنتون رئیس پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل، د مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د ډیپارټمنټونو آمرینو ګډون کړی و. د پامیر پوهنتون څخه د عمومي څارنې په ځانګړې ناسته کې ددې پوهنتون رئیس پوهنوال نیکمل د لوړو زده کړو محترم وزارت د عمومي څارنې او ارزونې پلاوي ته هرکلی ووایه او د پوهنتون له ټولو اړوندو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د دوی د چیکلیست مطابق باید ټول اسناد او مدارک په اختیار کې ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې په تحصیلي برخه کې هڅو او جریانونو د ا.ا.ا نظام د سپیڅلې احکامو او د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعملونو څخه الهام اخېستی دی. نو اړینه ښکاري چې  د محصلانو لپاره داسې زده کړه ئیز چاپیریال برابر شي چې په اسلامي او افغاني روحیه د دوی روزنه نه یوازې یوه سالمه وجیبه واوسي بلکې په ټولنیز او اقتصادي لحاظ  د احتیاج د رفعې له حالت سره یې هم مخ کړي. په عین وخت د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزوني پلاوي مشر ښاغلي یامین شمس هم د پوهنتون په اړه عمومي ارزونه فقط د اصلاحاتو لپاره پلان شوې یاده کړه او په دې برخه کې یې له اړوندو ټولو مسؤلینو وغوښتل چې خپل اسناد او مدارک دوی ته په ښه فضاء کې په واک کې ورکړي. په دې ارزونه کې بېلابېلا معاونیتونه، پوهنځي ، آمریتونه ، مدریتونه، محصلان او درسي تخنیکي موضوعات د ارزوني او څارنې په پایله کې ګټور وبلل او په ځینو مورادو کې یې خپل نظریات  او سفارشات د بعدي اصلاحاتو په موخه د پوهنتون له ادارې سره شریک کړل. د هېرولو نه ده چې پامیر پوهنتون د انساني ظرفیتونو په وده او د ټولنې په انکشافي برخه کې یې خپل اړین مکلفیت د معقولو او مشروعو قوانینو په اډانه کې ادا کړی دی او خپل دې سپیڅلي رسالت ته د اجراء په حد کې دوام ورکوي.

نور ولولئ >
1 اونۍ دمخه

د پامیر پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي اووم سمستر محصلینو ته د مونوګراف د نوې لارښود په اړه سمینار ترسره شو.

یاد سمینار چې د مونوګرافونو او پروژو د څیړنې، لیکنې، ترتیب او دفاع پر موضوعاتو متمرکز و، ددې پوهنتون د رئیس ښاغلي پوهنوال سیدکریم شاه نیکمل لخوا وړاندې شو. په دې سمینار کې د پامیر پوهنتون رئیس پوهنوال سیدکریم شاه زیاته کړه چې په یوه پروسه کې راغلي بدلونونه باید مهار کړل شي او د تغیراتو د سنجش په هدف یې د بدلونونو ارزونه اړینه وګڼله. په ورته وخت کې ښاغلي نیکمل د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې د ریاست څخه هم مننه وکړه چې د محصلینو د مونوګرافونو لپاره د نوې لارښود مطابق لیکنې یې پوهنتونونو ته په واک کې ورکړي دي. په دې سمینار کې ګډونکوونکو محصلینو هم خوښي څرګنده کړه چې دوی ته په بېلابېلو مواردو پوهنتوني او علمي موضوعاتو دا ډول سمینارونه وړاندې کیږي. د مونوګراف لیکنې نوی تطبیقي لارښود د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، ژباړې او تألیف ریاست لخوا پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسساتو ته په واک کې ورکړل شوی، تر څو په سیستماتیکه توګه محصلین د څېړنې، میتودونو او مونوګراف لیکنې سره آشنا کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ددې لارښود په اړه معلومات د یو دوه ورځیني سمینار په ترڅ کې د پامیر پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو رئيسانو، ډیپارټمنټونو آمرینو، استادانو او اداري مدیرانو سره شریک شوي و.

نور ولولئ >

لېسانس برنامې

پامیر پوهنتون د ليسانس په برخه کې لاندې برنامې وړاندې کوي.

کمپیوټر ساينس

تاسو کولای شئ چې، د ستراتيژيک پلان, لرليد, ماموريت, کلنی پلان, کلني پلان راپور, په هکله دلته معلومات ترلاسه کړئ.

اقتصاد

تاسو کولای شئ چې، د ستراتيژيک پلان, لرليد, miissssbba, کلنی پلان راپور, په هکله دلته معلومات ترلاسه کړئ.

انګلېسي ادبيات

تاسو کولای شئ چې، د ستراتيژيک پلان, لرليد, په هکله دلته معلومات ترلاسه کړئ.

حقوق او سياسي علوم

تاسو کولای شئ چې، د ستراتيژيک پلان, لرليد, په هکله دلته معلومات ترلاسه کړئ.

ډيپلومونه

معلوماتي ټکنالوژي ډيپلوم،اداره او تجارت ډيپلوم، انګلېسي ادبياتو ډيپلوم

لنډ کورسونه

په پامير پوهنتون کې د لنډ مهاله کورسونو په هکله دلته معلومات موندلی شئ.

Views 16904