د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

لرلید
لـــــرلـــيـد د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هوډ لري، چې په سياسي او حقوقي برخه کې د باکيفيته عملي او نظري، علمي خدمتونو او څیړنو په وړاندې کولو سره د عدلي، قضايي او سياسي منازعاتو د حل او پوهې لوړولو په موخه ټولنې ته ژمن، مسلکي او نوښتګر کادرونه وړاندې کړي.
مـــامــوريـت
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د يو مخکښ معياري نظري او عملي زده کړو او علمي څیړنو نهاد په توګه د حقوقي او سياسي علومو په برخه کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره د سيمې، هیواد او ټولنې لپاره ژمن، مسلکي او د کاري وړتياوو لرونکي کادرونه روزي او په هیواد کې د قانون حاکميت ته بنسټيز کار کوي.
د حقوق پوهنځي متن