کيفيت لوړوي / معيارونه او فايلونه
File Name | Section | Download |
---|---|---|
ستراتيژيک پلان | BCS | download |
لرليد | BCS | download |
ماموريت | BCS | download |
کلنی پلان | BCS | download |
کلني پلان راپور | BCS | download |
ستراتيژيک پلان | LLB | download |
ستراتيژيک پلان | BEL | download |
لرليد | BEL | download |
لرليد | LLB | download |
ستراتيژيک پلان | BBA | download |
لرليد | BBA | download |
miissssbba | BBA | download |
کلنی پلان راپور | BBA | download |
د کيفيت لوړوي يوولس معيارونه
اول ماموريت او ستراتيژي
دکاربازارله غوښتنو سره سم دلوړو دده کړو په برخه کې دغوره، باکيفيته،علمي او تحقيقي خدماتو له لارې دهيواد معنوي شتمنيو او ارزښتونو ته وده او پرمختيا ورکول.
دوهم د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخېستنه
تحصيلي مؤسسه د ټولنې، سيمې او د ملي پرمختيا په برخه کې ارزښتناکه ونډه لري. دا کار د هغوی په ستراتيژيکو موخو کې راغلی او د کارکوونکو او محصلينو تصميم نيوونه او کړنو په اړه خبراوی ورکوي.
دريم حکومتداري، رهبري او اداره
د تحصيلي موسسې حکومتداري، رهبريت او اداره د خپل ماموريت او ستراتيژيکو موخو په تر سره کولو باندې متمرکزه ده.
څلورم د مالي سرچينو مديريت
مالي سرچينې د ستراتيژيک پلان د موخو په پار په ښه ډول اداره کيږي.
پنځم علمي پروګرامونه
علمي پروګرامونه د تحصيلي موسسې سره همغږي دي، او د لا ښه والي او ډاډګيرنې په پار بیا بیا کتل کیږي.
شپږم څيړنه
تحصيلي مؤسسه پلان لري تر څو خپل څېړنيز فعاليت رامنځته کړي او غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د پوهنځيو غړي د څېړنې په فعاليت کې بوخت واوسي.
اووم د پوهنځي غړي او مامورين
د تحصيلي مؤسسې کارکوونکي، د خپل پوهنځي غړي او کارکوونکي داسې اداره کوي تر څو وکولای شي خپل ماموريت او ستراتيژيکي موخې تر لاسه کړي.
اتم د محصلينو تجروبې
تحصيلي مؤسسه ډاډه ده چې يو مثبت چاپيريال رامنځته کوي په کوم کې چې محصلين کولای شي زده کړه وکړي، پرمختګ وکړي او لا پسې وغوړيږي.
نهم دکيفيت تضمين او لوړوای
تحصيلي مؤسسه داسې جوړښتونه او پروسې لري تر څو د کړنو د ټولو اړخونو د کيفيت کتنه او پرله پسې اصلاح وکړای شي
لسم کتابتون او معلوماتي سرچينې
تحصيلي مؤسسه محصلينو او خپلو پوهنځيو لپاره کتابتون او معلوماتي سرچينو ته په کافي اندازه د لاسرسی زمينه برابروي.
یوولسم تدريس، معلوماتي ټکنالوژي او اسانتياوې
د تحصيلي موسسې د ملکيت او معلوماتي تکنالوژي زيربېنا د خپل ماموريت او ستراتيژيکو موخو د تر لاسه کولو لپاره بسنه کوي.