Pamir University

Today is: 29-Oct-2020

!ولې زموږدخلکوفیسبوک اوکاونټونه زیات هیک کیږي


زه هره دوهمه يا دريمه ورځ ګورم،چې يو څوک وايي.چې زما يا زما د ملګري فيسبوک اکاونټ هيک شويده.تاسې څه فکر کوی چې دا هيک کول به دومره اسانه خبره وي.چې زمونږ په ټولنه کې دومره زيات اکاونټونه هيک کيږي.فيسبوک يوه نړيواله اداره ده.او د هر چا شخصي معلومات ساتل د دوی کار دی.دا خبره هم صحيح ده.چې فيسبوک اکاونټونه هيک کيدای شي.خو دومره هم نه،لکه زمونږ د ټولنې خلکو اکاونټونه. پوښتنه دا پيدا کيږي چې اخر فيسبوک اې ډي بيا څنګه مو له لاسه ووځي.په حاص ډول زمونږ د خلکو فيسبوک اکاونټونه.لاندې ځيني دلايل ورته ويلې شو. اول- اکثره زمونږ خلک خپل فيسبوک اې ډي د بل چا موبايل کې خلاصوي.ډير کله داسې کيږي ،بغير ددې څخه چې خپل اکاونټ څخه ووځي.همدغسې يې مقابل لورې ته ورکوي.او مقابل کس ترې غلطه استفاده کوي.يا بايد مونږ په ياد ولرو چې اوس وخت کې داسې افليکشن په موبايل باندې انسټاليږي.چې هر هغه څه چې د موبايل کيبورډ باندې ټايپ کيږي ټول د ځان سره ذخيره کوي.بغير ددې څخه چې تاته پته ولګيږي.نو هيڅکله خپل فيسبوک اکاونټ د بل چا موبايل کې مه خلاصوی. دوهم- تاسې به د keyloggers په نوم د سافټ وير نوم اوريدلې وي يا نه.دا هغه سافټ وير ده چې کمپيوټر باندې انسټاليږي.کله چې ته د بل چا په کمپيوټر کې خپل فيسبوک اکاونټ خلاصوی.نو ستا اې ډي او فاسورډ هلته ذخيره کيږي.بغير ددې څخه چې تا ته پته ولګيږي.نو هيڅکله د بل چا کمپيوټر کې خپل فيسبوک اکاونټ مه خلاصوی. دريم-زيات داسې افليکشن شته حاصتا د عکسونو ډيزاين په برخه ،چې عکس درته په انلاين ډول ډيزاين کوي.خو شرط يې دا وي.چې ته بايد هغې ته د خپل فيسبوک اې ډي له لارې داخل شی.بايد په ياد ولرو چې د هغې خلکو ته زمونږ د يوزر نوم او فاسورډ دواړو پته لګيږي .او دوی کولې شي چې زمونږ د فيسبوک اې ډي څخه غلطه استفاده پورته کړي.نو هيڅکله هر افليکشن ته د خپل شخصي فيسبوک اکاونټ پواسطه مه داخليږی. څلورم-همدارنګه ځيني انلاين ګيمونه هم شته کچيرې تاسې غواړی چې هغه ولوبوی.تو ستاسو څخه هيله کيږي چې خپل فيسبوک اکاونټ له لارې داخل شی.نو هيڅکله دا کار سرته مه رسوی. پنځم-زيات وخت مونږ ته يو څوک لينک راليږي بغير ددې څخه چې مونږ په هغې باندې سوچ وکړو په هغې باندې کليک کوو.چې داسې زيات لينکونه شته چې د يوه کليک پواسطه خپله اې ډي د لاسه ورکولې شو. شپږم-کله نه کله داسې هم پيښيږي چې يو څوک پوسټ وکړي.چې دا د فلانکي يا فلانکۍ فاخشه(سک+سي) ويډيو ده .مونږ هم بغير ددې څخه چې کوم سوچ او فکر وکړو.مستقيما په هغې باندې کليک کوو.چې همدغه قسم هم خپله اې ډي د لاسه ورکولې شو. اووم- اکثره وخت مونږ د فيسبوک اې ډي پخپله نه جوړه وو.د بل چا پواسطه يې جوړه وو.مقابل کس ته زمونږ د فيسبوک اې ډي مکمل معلومات کيږي.لکه يوزر نوم،فاسورډ او داسې نور.کچيرې ورسره ښه وی بيا هم ډيره ښه خبره ده خو کچيرې دده خلاف کوم خبره وکړه،پوسټ وکړو او يا هم شخصي مشکلات د ورسره راغلل.نو بيا ستا فيسبوک اکاونټ ته چې معلومات يې دده سره دي.مشکل جوړولې شي. شير يې کړئ.چې خلک ترې استفاده وکړي


Saeed Ahmad Saeedy Teacher of  BCS
2020-06-30