Pamir University

Today is: 29-Oct-2020

غوسه او پر شخصیت یې آغېز


بشر په خپله غېږه کې یو شمېر نواقص او نیمګړتیاوې لري، چې د اوږدمهاله بدو عادتونو او چلندونو پایله ده، د ارواپوهنې له آنده هر منفې فکر او کړ چې د انسان پر روح - روان او کړنو آغېز شیندي، هغه د انسان خپله فکري پنځونه ده، خو بیا د دغو بدو عادتونو او چلندونو خپلول یو لړ علل او عوامل له ځانه سره لري، د بېلګې په توګه؛ ټولنیزې ناخوالې، جنګ - جکړه، حسد، تکبر، بې ځایه ټوکې، عیب پلټل او دوکه... اما د همدغو عللو او عواملو په مقاومت کې د انسان کمزوری موقف او د ځان روزنې عدم پام دی، چې د انسان ژواک و ژوند یې د ناوړه برخلیک سره مخامخ کړی دی، چې (غوسه) له همدې ډلې ناوړه اعمالو او عادتونو یوه ده. وړاندې له دې چې د سکالو عمیق ته دننه شم، لومړیتوب د غوسې او شخصیت پېژند ته وقف کوم، څو موضوع لا شنلي شي. ۱- غوسه: غوسه انساني فطري غریزه ده، چې انسان پکې خپل عقل، هوش، فکر او کنټرول له لاسه ورکوي او نږدې په ټولو انسانانو کې شته ده او د سکروټې په بڼه څرګندیږي، غوسه بلل کېږي. (لیکوال) ۲- شخصیت: (پر بدني جسم سربیره د انسان عادتونو ټولګې ته شخصیت ویل کېږې.) لکه څرنګه چې د غوسې په تعریف کې نغوته وشوه، چې غوسه د سکروټې په څېر څرګندیږي، بناً که د سکروټې څخه څوک سالمه استفاده کوي یا ناسالمه، نو په همدې بنسټ غوره ګڼم، چې (غوسه او پر شخصیت یې آغېز) له دوو بعدونو وځیرم. الف - له منفي بعد څخه د غوسې آغېز پر شخصیت ب - له مثبت بعد څخه د غوسې آغېز پر شخصیت غوسه د بني آدم په زړه کې یوه سکروټه ده، که له سپرغۍ یې سمه استفاده وکړې، ګټه به ومومې او که له سپرغۍ ناسمه استفاده وکړې، زیان به ومومې. اوس یې اړخونو ته راځم. الف - له منفي بعد څخه د غوسې آغېز پر شخصیت: غوسه انسان ته زیات خنډونه جوړوي، ټولنیزې اړېکې پرې کوي، انسان ګوښه او له غمه ډک چاپېریال یې ته را کاږي، د زړه، سرطان، وینې لوړ فشاړ، شکر ډېروالی او آن انسان له مرګ سره مخامخ کوي، شخصیت یې په خلکو کې ټیټوي، مودو - مودو مینه ورورولي له منځه وړي، د تخریب او خندا وړ یې ګرځوي، ملګري بې باوره کوي، کارونه په ټپه دروي، سؤ تفاهم رامنځته کوي، نفس له ماتې سره مخوي، ذهن کمزوری کوي، خیالات او ناوړه هېلې را پاروي، پر عقل پرده اچوي، انسان کڼوي، ړندوي او ګونګوي، ژبنیزې تېروتنې زیږوي، چې په دې اړه نبي کریم صلی الله عیله وسلم فرمایلي دي: ژباړه: (بېشکه د بني آدم زیاتې تېروتنې د هغه ژبه کې دي.) او بالاخره انسان داسې کارونو ته اړ باسي، چې آن د هغې څخه لېوني هم ځانونه ساتي. لنډ وایم، غوسه کبر پیدا کوي، کبر ظلم او ظلم د انسان شخصیت په خړ سیند لاهو کوي. ب - له مثبت بعد څخه د غوسې آغېز پر شخصیت: غوسه کول مثبت اړخونه هم لري، کله نا کله په ناوړه اعمالو غوسه کول د انسان ښه صفت او غیرت دی. لکه په قرآن کریم کې ډیرو ځایونو کې د غوسې یادونه شوې ده. ژباړه: (هغه خلک چې د خوسي عبادت یې کړی، دوی ته به د خپل رب له لوري غوسه ور ورسیږي او د دنیا په ژوند کې به په سختې خوارۍ اخته شي او ټولو دروغ جوړوونکو ته زه همېشه همداسې سزا ورکوم.) بل ځای فرمایي: ژباړه: (د چا سینه چې پر کفر خلاصه شوه او په خلاصه سینه یې د کفر کلمه وویله، پر دوی الله تعالی غوسه دی او ستر عذاب به ورکړي.) همداشان یو حدیث شریف کې راځي چې نبي کریم صلی الله عیله وسلم یوه ورځ غوسه د حد قایمولو پر مهال د سفارش کوونکي پر وړاندې وکړه، بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو سړي چې خلکو ته یې امامت کاوه، لمونځ یې ډېر زیات اوږد کړ او محمد صلی الله علیه وسلم ډېر غوسه شو. همدارنګه امام شافعي رحمةالله وایي( څوک چې د غوسې په خبره غوسه نه شي، نو هغه د خره په څېر دی.) نو غوسه کول د غیرت نښه ده او د انسان شخصیت ته لوړتیا او ښکلا ور بښي، خو هله چې غوسه کول مو د غوسې په خبره وي. پایله دا شوه، چې ټولو انسانانو ته په کار ده، چې په ټولو کارونو کې منځلاري اوسي او په هیڅ فکر، کار او شي کې افراط او تفریط و نه کړي. چې کارونو کې غوره کار منځنی کار دی، که پر چا غوسه دومره برلاسي شي چې دی ناروا کارونو ته اړ باسي، نو ده ته په کار ده چې مخه یې ونیسي او که په چا کې داسې صفت وي چې له سره نه په ښه خبره غوسه کېږي او نه په بده؛ نو ده ته په کار ده چې په خپل نفس کې د غوسې ځواک را پیدا کړي، څو سړیتوب یې زیانمن نه شي او برابري رامنځته شي او همدا سمه لاره ده.


Hadaytullah Himat Student of  LLB
2020-06-30